IQNA

د اروپائي هېوادونو ګواښ:

که صهیونیستي رژیم په یوروویژن کې ګډون وکړي، نو بایکاټ  به ئې کړو

13:35 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491711
ایکنا – د هالینډ حکومت اعلان کړی چې که د صهیونیسټي رژیم استازی په یوروویژن سیاليو کې ګډون وکړي، نو  هسپانیا، سلووینیا او ایسلنډ به ، دا سیالۍ بایکاټ کړي.

 ایکنانیوز د عربي ۲۱ له قوله راپور راکړ،د هالینډ چارواکو ویلي چې که اسرائیل د ۲۰۲۶ کال په یانا کې په  یوروویژن سیاليو کې ګډون وکړي، نو د غزې پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جګړې په دلیل  به له دغو  سیاليو ووځي او  له هغو  نورو اروپائي هېوادونو سره یوځای به شي چې ددغو سیاليو د بایکاټولو ګواښ ئې کړی دی.

د هالنډ د ټيلیویژني خپرونو شرکت AVROTROS، چې له هغو لسګونو شرکتونو څخه دی چې په ګډه دا سیالۍ تمویلوي او خپروي، اعلان کړی چې که اسرائیل د راتلونکي کال  د ویانا په سیاليو کې ګډون وکړي،نو  په غزې کې د دوامداره او سخت بشري رنځ په دلیل  به په دغو سیاليو کې برخه وانخلي.

 دوي په یوې اعلامیې کې زیاته کړه: دا چینل د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه جدي اندېښنه لري، په تېره بیا د نړیوالو خپلواکو راپورونو قصدي حذفول  او د خبریالانو پراخې مرګ ژوبلو له امله .

AVROTROS وویل چې په غزې کې د وژل شویو خبریالانو لوړ شمېر ئې هم په پام کې نیولی دی.

د آیرلنډ ټیلیویژني چینل RTE د پنجشنبې په ورځې ورته اعلامیه خپره کړه او وې ویل چې د اسرائیلو او غزې ترمینځ د جګړې له امله په دغو سیاليو کې ګډون «غیر منطقي» دی. ایسلنډ ویلي چې ممکنه ده  له دغو سیاليو ووځي، او د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز غوښتنه کړې چې اسرائیل له دغو سیاليو وایستل شي.

د اروپا د خپرونو ټولنه (EBU) چې د دغو  سیاليو جوړونکې ده، ویلي چې له خپلو غړو سره د دغو سیاليو د ګډون او جغرافیائي سیاسي تاوتریخوالي د مدیریت په اړه مشورې کوي او تر دسمبر میاشتې پورې به ئې غړو ته وخت ورکړي چې پرېکړه وکړي چې ایا غواړي پکې برخه واخلي که نه.

د یوروویژن مدیر مارتین ډرین وویل: مونږ د منځني ختیځ د روانو شخړو په اړه ژورې اندېښنې او نظرونه درک کوو. دا پرېکړه به د غړو پر غاړه وي چې ایا غواړي په سیاليو کې برخه واخلي که نه. مونږ به د هرې پرېکړې درناوی وکړو چې خپرونکي ئې کوي.

د بایکاټ  ګواښ د هغو  ادارو او هنري شخصیتونو د کمپاین یوه برخه ده چې غواړي پر اسرائیلو دباؤ واچوي  څو د غزې پر وړاندې جګړه پای ته ورسوي.

تېره اوونۍ، د هالیووډ ستورو لکه اما سټون، آیو ادیبیري، ایوا دوورني او اولیویا کلمن له نورو ۳۰۰۰ شخصیتونو سره یوځای، د یوې ژمنې په امضا کولو سره،د اسرائیلي فیلمي ادارو د بایکاټ لپاره سره متحد شول چې «د فلسطیني ولس پر وړاندې په نسل وژنې او آپارټایډ کې ښکېل دي».

روسیه د ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین پر وړاندې د جګړې له پیل راهیسې له  یوروویژن سیالیو څخه محرومه شوې، خو اسرائیلو  د ګډون په اړه له اختلافاتو سره سره، په تېرو دوو کلونو کې ئې سیالئ کړي دي.

تېر کال له ۷۰ زیاتو سندرغاړو، کمپوزرانو او ترانه لیکونکو، چې په تېرو دورو یوروویژن سیاليو کې ئې برخه اخیستې وه، په یوې رسمي اعلامیې کې غوښتنه کړې وه چې اسرائیل د ۲۰۲۵ یوروویژن څخه وایستل شي. ر

https://iqna.ir/fa/news/4304884

captcha